Banner

د قدرت الله درمان هايکوګانې

10.10.2009 16:48

په ديواله يې سر راپورته کړلو

ما ويل چې ماته جوړ ديدن راکوي

هغې پټي کې خپلې غواوې کتې

مدام ښيراوې او کنځلې کوي

په خوله يې سمه کيسه نه رادرومي

ته وا له يار نه مې نيکه وژلی

خير که په خوله اظهار کولی نه شې

جانانه دا خو دې په وس پوره ده

دا درې منيز سر خو دې وښوروه درمان

احمدمظلوم 12.10.2009 06:16

سلامونه ورونوزماخوهايکوګانې خوښې شوې زه پوښتنه هم لرم اويادښت هم پوښتنه داده چې ايا امکان لري چې هايکوګانې په تراجيدي موضوع ګانووليکل شي اويانورې موضوع ګانې ورته په کې ځاى شي اوکه هايکوکې يواځې طنزي موضوع ګانې ليکل کيږي ؟؟؟
اويادښت مې دادى چې که په دې دنيا کې ظالم وي نوخامخا به مظلوم هم وي هغه زه يم نوځکه اد م خان ورور ته وايم چې ګوره ته داحمدظالم ورورپه نوم نيوکه مه کوه البته ظلم به يې کړى وي
اوداهم يوه هايکو
ماورته ويل چې لوردې نه راکوې
کوڼډې په قارراته ځواب راکړچې
هلکه زه درته زړه ښکارم څه

آدم خان 11.10.2009 13:10

احمده وروره دا ظالم دي له نامه څخه لري كړه، ډير بد ښكاري

احمدظالم 11.10.2009 05:43

واوا زيات شه دي درمان صاحب الله د شكل لره چي ته د ا طراف په اړه ليكلي دي زياته مي خوښه شوه مننه ............
ستا كشر احمد ظالم

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.